Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 5:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو دانيال بادشاه ته جواب ورکړو، ”قربان تحفې دې بل چا له ورکړه او يا يې ځان سره کړه. خو بيا به هم زۀ دا ليکل بادشاه ته ولولم او هغۀ ته به يې مطلب بيان کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 5:17
8 Iomraidhean Croise  

چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ استعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمونږ په مال مالداره شوے وو.


اليشع د اِسرائيل بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ په تا باندې څۀ وکړم، هغه پېغمبرانو له لاړ شه چې ستا مور او پلار ورسره مشوره کوله.“ خو يورام ورته ووئيل، ”نه، ځکه چې دا مالِک خُدائ وو چې مونږ درې بادشاهان يې راغونډ کړُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“


اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ يې خِدمت کوم چې زۀ به يوه تُحفه هم نۀ قبلوم.“ نو نعمان بيا بيا ورته وئيل چې دا قبوله کړه، خو هغۀ نۀ اخستله.


خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زما روح هلته تا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو يا د نوکرانو د قبلولو نۀ دے.


زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.


خو کۀ تاسو ما ته زما خوب ووايئ او بيا د هغې تعبير راته ووايئ، نو زۀ به تاسو ته تحفې، انعامونه او لوئ عزت درکړم. اوس تاسو ما ته زما خوب ووايئ او هغه راته تعبير کړئ.“


نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.


خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan