15 زما په وړاندې هوښياران او جادوګران راوستلے شوى وُو چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او ما ته يې مطلب بيان کړى، خو هغوئ د دې مطلب بيان نۀ کړے شو.
خپل جادو او کوډې ځان سره وساته، تا د وړوکوالى نه دا استعمال کړى دى. کېدے شى چې دا ستا دپاره مددګار ثابت شى، او تۀ په دې خپل دشمنان ويروى.
نبوکدنضر بادشاه ووئيل، ”دا هغه خوب دے چې ما وليدلو. نو بيا بيلطشضره، تۀ ما ته د دې تعبير بيان کړه ځکه چې زما يو شاهى مشير هم ما له د دې تعبير نۀ شى راکولے. خو تۀ يې راکولے شې ځکه چې د مقدسو معبودانو روح په تا کښې دے.“
ما اورېدلى دى چې په تا کښې د خُدايانو علم دے، او ستا عقل، پوهه او خاص حِکمت ډېر لوئ دے.