14 ما اورېدلى دى چې په تا کښې د خُدايانو علم دے، او ستا عقل، پوهه او خاص حِکمت ډېر لوئ دے.
فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے او هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبونو پوهېږې او تعبير يې ښودلے شې.“
او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“
هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے.
خو آخر دانيال زما حضور ته راغلو، او ما ورته خپل خوب بيان کړو. مقدسو معبودانو ورته خاص طاقت ورکړے وو، او ما په هغۀ باندې د خپل معبود بيلطشضر نوم کېښودو. او د معبودانو روح په هغۀ کښې وو.
نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟
زما په وړاندې هوښياران او جادوګران راوستلے شوى وُو چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او ما ته يې مطلب بيان کړى، خو هغوئ د دې مطلب بيان نۀ کړے شو.
دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى.