دانيال 5:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 دا سړے دانيال، چا ته چې بادشاه بيلطشضر نوم ورکړو، بېشانه قابليت او پوهه لرى، او هغه د خوبونو په تعبير، د مشکلو دوڼو په حل کولو او د راز په خبرو څرګندولو کښې تکړه او ماهِر دے. نو دانيال راوغواړه، هغه به درته ووائى چې د دې ليکلو مطلب څۀ دے.“ Faic an caibideil |
نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.