Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 5:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو کله چې د بادشاه مور د بادشاه او د هغۀ د مشيرانو شور شرابه واورېده، نو هغه د مېلمنو هال ته راننوتله. هغې ووئيل چې، ”اے بادشاه سلامت تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. مۀ وارخطا کېږه، ډېر مۀ زېړېږه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 5:10
10 Iomraidhean Croise  

بت‌‌سبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“


د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ.


نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“


نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“


هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته ووئيل چې، ”اے بادشاه، تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې.


د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.


دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې.


نو بيا وزيران او لوئ آفسران په يو ځائ بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داريوس بادشاه دې د تل دپاره ژوندے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan