دانيال 4:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم. Faic an caibideil |
نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.