35 د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى.
کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.
”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“
”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے.
ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.
زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.
مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى، په ټوله زمکه او آسمانونو کښې، په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.
د خپل تخت نه هغه کتل کوى ټول خلق وينى کوم چې په زمکه اوسېدل کوى.
تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.
اے قومونو تاسو ټول دا واورئ، څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
ځکه چې د بادشاه خبره وزن وى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“
او د يهوداه مُلک په وجه به په مِصريانو باندې يره راشى، هر چا ته چې د يهوداه نوم واخستلے شى نو هغه به ويريږى، دا د هغه منصوبې په وجه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خِلاف تياره کړې ده.
ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.
زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“
هغه بچ کوونکے او ساتونکے دے، هغه په آسمان او زمکه کښې نښې او عجائب څرګندوى. هغۀ دانيال د زمرو د پنجو نه بچ کړو.“
نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بېګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“
نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“
چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.
او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملىايل مشوره ومنله.
ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.
يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟
ځکه چې، ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟“ خو مونږ د مسيح عقل لرو.
مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.
د يريحو بادشاه خبر شو چې څۀ اِسرائيليان په هغه شپه د دې مُلک د جاسوسۍ دپاره راغلى دى.
نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“