Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 4:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 تۀ به د خلقو نه وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به اوسېږې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې. په دې به اووۀ کالونه تير شې ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 4:32
22 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک د منسى سوال واورېدو او قبول يې کړو او هغه يې ولېږلو چې يروشلم ته واپس لاړ شى او بيا حکومت وکړى. نو منسى ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ په رښتيا خُدائ پاک دے.


”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے.


چې هغه روح وباسى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟


زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.


مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى، په ټوله زمکه او آسمانونو کښې، په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.


فِرعون ورته ووئيل، ”سبا زما دپاره سوال وکړه.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغسې وکړم لکه څنګه چې تا ووئيل نو بيا به تا ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په شان بل هيڅ څوک هم نشته.


دا ځل به زۀ نۀ صِرف ستا درباريانو او ستا خلقو له سزا ورکوم، بلکې دغه شان تا له به هم سزا درکوم، نو تا ته به پته ولګى چې په ټوله دُنيا کښې زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.


موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“


نه، يقيناً چې قومونه د مالِک خُدائ دپاره هيڅ هم نۀ دى، په بالټى کښې د اوبو د يو څاڅکى يا په تله کښې د دوړې نه زيات نۀ دى، هغه ټوله دُنيا داسې اوچتوى لکه چې د شګې يوه دانه وى.


د هغۀ په وړاندې ټول قومونه هيڅ هم نۀ دى، د هغۀ په نظر کښې هغوئ نشت دى، هيڅ څيز هم نۀ دى.


زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.


ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.


هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.


هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو.


هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.


او د دې په وجه به د دُنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan