Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 4:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 4:30
33 Iomraidhean Croise  

د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو.


په پوره شپږو مياشتو کښې هغۀ د شان او شوکت او عظمت سره د شاهى دربار د ټول دولت نمائش وکړو.


اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.


هغه څوک چې ډېر مال او دولت لرى خو دے نۀ پوهيږى چې دوئ به د ځناورو په شان ختميږى.


د خلقو بې‌عزتى کوى او د نفرت او حسد نه ډکې خبرې کوى، په کبرژنه لهجه په خپله ژبه سره د ظلم او زياتې خبرې کوى.


کله چې په انسان کښې غرور راشى نو په هغۀ رسوائى راشى، خو د عاجزۍ سره حِکمت راځى.


غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى.


د ټولو نه ښائسته بادشاهى د بابل ده، د هغې ځائ خلق په بابل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به بابل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو.


هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.


هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو.


بيا به هغوئ لکه د طوفان په شان د ځان سره هر څۀ جارُو کړى او تېر شى. دا ګناهګاران دى، د چا چې خپل طاقت د هغوئ معبود دے.“


ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“


نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


بيا هغې نه وروستو بله دوېمه فرښته راغله او هغې وئيل چې، ”وغورزېدو، لوئ بابل وغورزېدو چې په ټولو قومونو يې د خپلې زناکارۍ او مستۍ د شرابو نه څښلى دى.“


او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله.


او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“


هغوئ به لرې ولاړ وى او د هغې په عذاب به د يرې دا وائى چې، ”افسوس، افسوس په لوئ ښار د بابل، په زورَور ښار، چې تۀ په يوه ګينټه کښې برباد شوې.“


او بيا يوې قوتناکې فرښتې د ژرندې د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو او سمندر ته يې ورګزار کړو او وې وئيل چې، ”دغه شان به د بابل لوئ ښار ونړولے شى او بيا به يې هيڅوک ونۀ وينى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan