Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 4:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د فرښتې هغه حکم چې د ونې تنه سره د جرړو پرېږدئ نو د هغې مطلب دا دے چې ستا بادشاهى به بيا راشى خو کله چې تاسو آسمانى حکومت ومنئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 4:26
13 Iomraidhean Croise  

هغۀ دوئ ته خواست وکړو چې آسمانى خُدائ پاک ته د دې راز د څرګندولو په حقله د رحم سوال وکړئ، نو چې دے، د دۀ دوستان او د بابل نور هوښياران قتل نۀ شى.


په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو


تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے.


خو د دې بېخ په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو پټۍ ترې نه تاو کړئ. او هلته يې په واښو کښې پرېږدئ. نو پرېږدئ چې هغه په پرخه کښې لوند شى او هغه دې په ځنګل کښې د ځناورو سره اوسيږى.


اے بادشاه سلامت، تا يوه مقدسه فرښته وليدله، چې د آسمان نه لاندې راکوزېدله او فرمائيل يې چې، دا ونه ووهئ او تباه يې کړئ، خو د هغې تنه او جرړې په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو په زنځير يې وتړئ او په واښو کښې يې پرېږدئ. او پرېږده چې په پرخه کښې لوند شى، او چې د اوو کالونو پورې د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې پاتې شى.


هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو.


نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.


خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.


هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.


مريدان په دې ننداره حېران شول. هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ چل دے؟ دا د اينځر ونه څنګه داسې سمدستى اوچه شوه؟“


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هيڅکله هم قسم مۀ خورئ، نۀ په آسمان، ځکه چې دا د خُدائ پاک تخت دے،


زۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چې، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده.


خو زوئ ووئيل، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. د دې نه پس زۀ ستا د زوئ وئيلو قابل نۀ يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan