Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 4:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 تۀ به د خلقو نه يوې خوا ته وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به ژوند کوې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې او د آسمان په پرخه به تر کولے شې. نو بيا به اووۀ کالونه تير شى ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې صرف خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 4:25
15 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ خپل تخت په آسمان کښې قائم کړے دے، او د هغۀ بادشاهى په هر څۀ باندې قائمه ده.


نو په دې کولو سره هغوئ جلالى خُدائ بدل کړو د يو سخى په شکل چې ګياه خورى.


خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.


تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.


ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.


هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.


تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے.


بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“


اووۀ کاله به هغه د انسان عقل نۀ لرى بلکې د هغۀ عقل به د ځناورو وى.


د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“


زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan