دانيال 4:22 - Pakistani Yousafzai Pashto22 اے بادشاه سلامت، تۀ په خپله هغه ونه يې. تۀ ډېر اوچت او مضبوط شوے يې، تۀ دومره لوئ شوے يې چې لويوالے دې تر آسمانه پورې رسېدلے دے او ستا بادشاهت د زمکې د بله سره پورې رسيږى. Faic an caibideil |
د مالِک خُدائ يو پېغمبر چې نوم يې عوبېد وو، هغه د سامريه په ښار کښې اوسېدو. کله چې د اِسرائيل لښکر د يهوداه د قېديانو سره واپس راروان وو نو چې هغوئ ښار ته په ننوتلو وُو نو عوبيد هغوئ له د مِلاوېدو دپاره ور ووتلو او عوبيد ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک د يهوداه خلقو ته غصه وو او ستاسو په ذريعه يې هغوئ له شکست ورکړو، خو چې تاسو هغوئ څومره په بېرحمۍ سره حلال کړى دى نو خُدائ پاک د هغې نه خبر شوے دے.