21 د هغې پاڼې ښائسته وې او مېوه يې دومره زياته وه چې د ټولې دُنيا دپاره کافى وه. ځنګلى ځناورو د دې لاندې آرام کولو او مارغانو به د دې په څانګو کښې جالې جوړولې.
هلته مارغان په کښې ځان له جالې جوړوى، او ډينګان د چلغوزو ونو کښې اوسيږى.
زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.
د هوا ټولو مارغانو د دې په څانګو کښې جالې جوړې کړې، او ټولو ځنګلى ځناورو د هغې د څانګو لاندې بچى راوړل، او د دُنيا ټول لوئ قومونه د هغې د سورې لاندې کښېناستل.
هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې.
دا ونه ډېره غټه او لوړه او طاقتوره شوه او سر يې د آسمان سره ولګېدو، او دا به د ټولې دُنيا د بل سر نه ښکارېدله.
هغه ونه چې تا وليدله، کومه چې دومره لوړه وه چې آسمان ته رسېدلې وه او په دُنيا کښې هر چا ته ښکارېدله،
اے بادشاه سلامت، تۀ په خپله هغه ونه يې. تۀ ډېر اوچت او مضبوط شوے يې، تۀ دومره لوئ شوے يې چې لويوالے دې تر آسمانه پورې رسېدلے دے او ستا بادشاهت د زمکې د بله سره پورې رسيږى.
دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده چې يو سړى راواخستو او په خپل باغ کښې يې وکَرلو او چې شړشم راوټوکېدل نو لکه د ونې په رنګ لوئ شول نو مارغان راتلل او په څانګو کښې به يې جالې جوړولې.“