20 هغه ونه چې تا وليدله، کومه چې دومره لوړه وه چې آسمان ته رسېدلې وه او په دُنيا کښې هر چا ته ښکارېدله،
ما د هغې د راپرېوتو په آواز دُنيا په لړزان کړه کله چې هغه ما د هغوئ سره لاندې د مړو دُنيا ته ښکته کړه څوک چې قبر ته روان وُو. بيا د عدن ټولې ونې او د لبنان ټولې غوره شوې ونې، او هغه ټولې ونې چې ښې سيرابه شوې وې، هغه لاندې زمکې ته ولېږلے شوې.
تاسو د تکړه اسور په شان يئ، کوم چې يو وخت د لبنان د دِيار د ونې په شان وو، چې څانګې يې ښائسته وې او په ټول ځنګل يې سورے خور وو، او لوړوالے يې وريځو ته رسېدو.
د هغې پاڼې ښائسته وې او مېوه يې دومره زياته وه چې د ټولې دُنيا دپاره کافى وه. ځنګلى ځناورو د دې لاندې آرام کولو او مارغانو به د دې په څانګو کښې جالې جوړولې.