Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 4:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغې په زور سره دا اعلان وکړو چې، دا ونه راوغورزوئ او څانګې يې پرې کړئ، د دې پاڼې راوشوکوئ او مېوه يې تس نس کړئ. د دې لاندې ځناور او د څانګو نه يې مارغان وشړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 4:14
19 Iomraidhean Croise  

د هغوئ خپله مور به هغوئ هېر کړى، او چينجو ته به هغوئ خواږۀ ښکاره شى، او نور به څوک هغوئ نۀ يادوى، نو بدعمله خلق داسې راپرېوځى لکه چې په طوفان کښې ونه راپرېوځى.


ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.


د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.


مونږ به هغۀ ته شفا ورکړې وه کۀ چرې مونږ کولے شو، خو هغه اوس نۀ رغيږى. راځئ چې اوس هغه پرېږدو او هر يو خپل مُلک ته واپس لاړ شُو، د هغۀ سزا اوس آسمان ته رسېدلې ده، دا دومره لويه ده چې هغه اوس د اندازه کولو نه بهر ده.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغه دومره اوچته شوې ده، او سر يې بره وريځو سره لګيږى، او هغه خپل لوړوالى ته مغروره شوې وه،


هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.


نو بيا ډندورچى په اوچت آواز اعلان وکړو، ”اے د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو، تاسو ته دا حکم دے چې هغه ضرور سر ته ورسوئ.


د هغې پاڼې ښکلې وې، او مېوه يې ډېره وه، او په دې کښې د هر چا خوراک وو. او د هغې لاندې د مېدان ځناورو د ځان دپاره د پناه ځائ پېدا کړو، او د هوا مارغانو يې په څانګو کښې ځان له جالې جوړې کړې، او هغې نه هر يو مخلوق ته خوراک مِلاوېدلو.


اے بادشاه سلامت، تا يوه مقدسه فرښته وليدله، چې د آسمان نه لاندې راکوزېدله او فرمائيل يې چې، دا ونه ووهئ او تباه يې کړئ، خو د هغې تنه او جرړې په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو په زنځير يې وتړئ او په واښو کښې يې پرېږدئ. او پرېږده چې په پرخه کښې لوند شى، او چې د اوو کالونو پورې د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې پاتې شى.


دولس مياشتې وروستو کله چې هغه په بابل کښې د شاهى محل په چت باندې ګرځېدو،


خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.


هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.


اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.


او کومه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او په اور کښې به وغورزولے شى.


اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به اچولے شى.“


بيا هغې د ازمرى د غړمبار په شان يوه لويه چغه وويستله او کله چې هغې چغه کړه نو اووۀ تندرونه وګړزېدل.


بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan