Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 4:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د هغې پاڼې ښکلې وې، او مېوه يې ډېره وه، او په دې کښې د هر چا خوراک وو. او د هغې لاندې د مېدان ځناورو د ځان دپاره د پناه ځائ پېدا کړو، او د هوا مارغانو يې په څانګو کښې ځان له جالې جوړې کړې، او هغې نه هر يو مخلوق ته خوراک مِلاوېدلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 4:12
13 Iomraidhean Croise  

هغه د دُنيا د مشرانو نه پوهه ختموى، او پرې يې ږدى چې سرګردانه او پرېشانه ګرځى.


کۀ يوه ونه هم راوغورزولے شى، نو امکان شته دا به بيا راوشى، او د دې شنۀ کېدل به نۀ ختميږى.


خو يو څاڅکى اوبو سره به دا بيا را شنه شى، او د يوې نوې ونې په شان به دا بيا څانګې ونيسى.


د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“


زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.


د هغوئ د نورو مُلکونو اِتحاديان هغه څوک چې د دې په سورى کښې اوسېدل هم د هغوئ سره قبر ته لاړل څوک چې په تُوره قتل شوى وُو.


هغې په زور سره دا اعلان وکړو چې، دا ونه راوغورزوئ او څانګې يې پرې کړئ، د دې پاڼې راوشوکوئ او مېوه يې تس نس کړئ. د دې لاندې ځناور او د څانګو نه يې مارغان وشړئ.


دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټے شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښېنى.“


خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے.


نو چې وکرلے شى دا د باغ د ټولې کروندې نه ډېر لوئيږى او دومره لوئ څانګې خورې کړى چې د هوا مارغان يې په سورى کښې جالې جوړوى.“


دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده چې يو سړى راواخستو او په خپل باغ کښې يې وکَرلو او چې شړشم راوټوکېدل نو لکه د ونې په رنګ لوئ شول نو مارغان راتلل او په څانګو کښې به يې جالې جوړولې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan