10 کله چې زۀ په خپل کټ کښې اودۀ وم ما دا خوب وليدلو، ما وليدل، زما په وړاندې د زمکې په مينځ کښې يوه ونه ولاړه وه. او هغه ډېره زياته اوچته وه.
تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.
ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.
نو بيا ما واورېدل چې يوې مقدسې فرښتې خبرې کولې او بلې مقدسې فرښتې ورته وفرمائيل چې، ”دا کارونه به ترڅو پورې جارى وى کوم چې په رويا کښې وليدلے شُو؟ ترڅو پورې به دا ګناه د روزمره قربانۍ په بدله کښې کيږى؟ ترڅو پورې به آسمانى لښکرې او د مالِک خُدائ کور د پښو لاندې کيږى؟“