دانيال 4:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ. Faic an caibideil |
نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسمالخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسمالخط کښې ليکلے شوى وُو.