9 هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته ووئيل چې، ”اے بادشاه، تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې.
بتسبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“
نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“
خو کله چې د بادشاه مور د بادشاه او د هغۀ د مشيرانو شور شرابه واورېده، نو هغه د مېلمنو هال ته راننوتله. هغې ووئيل چې، ”اے بادشاه سلامت تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. مۀ وارخطا کېږه، ډېر مۀ زېړېږه.
دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې.
نو بيا وزيران او لوئ آفسران په يو ځائ بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داريوس بادشاه دې د تل دپاره ژوندے وى.
د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.