دانيال 3:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 هر هغه څوک چې عبادت او سجده ونۀ کړى نو هغه به سمدستى د اور په لمبه بټۍ کښې وغورزولے شى.“ Faic an caibideil |
اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“
هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو.