Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 څنګه چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ نو هغه د سرو زرو مجسمې ته عبادت او سجده وکړئ کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:5
5 Iomraidhean Croise  

خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى، چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.


نو بيا نبوکدنضر بادشاه د دانيال په وړاندې ټيټ شو او د هغۀ عزت يې وکړو او حکم يې وکړو چې هغۀ ته د غلو دانو او د خوشبو نذرانې وړاندې کړئ.


اے بادشاه سلامت، تاسو يو فرمان جارى کړے دے، هغه دا چې هر څوک چې د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورى هغوئ دې د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړى او د هغې عبادت دې وکړى.


اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“


نو هرکله چې هغوئ د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورېدو، نو د ټولو خلقو او ټولو قومونو او د هرې ژبې خلقو، هغه د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړه او د هغې عبادت يې وکړو، کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan