Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو بيا ډندورچى په اوچت آواز اعلان وکړو، ”اے د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو، تاسو ته دا حکم دے چې هغه ضرور سر ته ورسوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:4
13 Iomraidhean Croise  

نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.


اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“


”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ.


اے بادشاه سلامت، تاسو يو فرمان جارى کړے دے، هغه دا چې هر څوک چې د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورى هغوئ دې د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړى او د هغې عبادت دې وکړى.


نو بيا ټول حکمرانان، مشيران، خزانچيان، قاضيان، او د صوبې نور آفسران د مجسمې د وقف کېدو رسم له راغونډ شول کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه او د هغې په وړاندې هغوئ ودرېدل.


نو هرکله چې هغوئ د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورېدو، نو د ټولو خلقو او ټولو قومونو او د هرې ژبې خلقو، هغه د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړه او د هغې عبادت يې وکړو، کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه.


نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ.


هغې په زور سره دا اعلان وکړو چې، دا ونه راوغورزوئ او څانګې يې پرې کړئ، د دې پاڼې راوشوکوئ او مېوه يې تس نس کړئ. د دې لاندې ځناور او د څانګو نه يې مارغان وشړئ.


نو بيا په ټول مُلک کښې داريوس بادشاه ټولو خلقو، قومونو، او د دُنيا د هرې ژبې ويوونکو ته دا وليکل، ”په تاسو دې سلامتيا او برکت وى.


په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بې‌کاره بُتانو عبادت کولو.


تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخى‌اب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan