Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 نو بيا لوئ آفسران، سرکارى کسان، حکمرانان، او مشيران د هغوئ نه ګېرچاپېره راټول شول او وې ليدل چې اور بلکل د هغوئ بدن ته څۀ نقصان نۀ دے ورکړے، او نۀ د هغوئ د سر وېښتۀ راګونجى شوى دى، او د هغوئ چُوغې هم نۀ دى سوزېدلې، او د هغوئ د بدن نه د اور بوئ هم نۀ تلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:27
17 Iomraidhean Croise  

او هغه روان شو او د هغه پېغمبر لاش يې وليدو چې په سړک پروت وو، چې خر او زمرے تر اوسه پورې ورسره ولاړ وُو، ازمرى نۀ لاش خوړلے وو او نۀ يې په خر حمله کړې وه.


نو زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو نه بچ کړه او اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ رښتونے خُدائ پاک يې.“


تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.


اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


نو بيا هغوئ هغه درې واړه کسان د خپلو قميصونو، پرتوګونو، چوغو او پټکو سره وتړل او د اور لمبو ته يې په بټۍ کښې وروغورزول.


بادشاه په دې بې‌حده خوشحاله شو او حکم يې وکړو چې دانيال د غار نه راوباسئ. او کله چې يې دانيال رابهر کړو، نو په هغۀ يو زخم هم نۀ وو، ځکه چې د هغۀ په خپل خُدائ پاک باور وو.


مونږ د ټول مُلک شاهى وزيران، آفسران، مشيران، مشران او حاکمان په دې راضى شوى يُو چې بادشاه دې يو فرمان جارى کړى او په سختۍ سره دې په هغې عمل وکړے شى چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر څوک چې هم ستا نه بغېر د بل معبود يا انسان عبادت وکړى، نو هغه دې د زمرو په غار کښې واچولے شى.


خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى.


بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده.


نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“


د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan