Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 هغۀ ووئيل چې، ”خو وګورئ، زۀ درې نه، بلکې څلور کسان وينم چې په اور کښې ګرځى، چې نۀ تړلے شوى دى او نۀ ورته څۀ نقصان رسېدلے دے او څلورم کس لکه د مقدسې فرښتې په شان ښکارى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:25
20 Iomraidhean Croise  

يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.


چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې.


هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.


د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.


آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“


زۀ به تا د شريرانو د لاسونو نه وساتم، او د ظالمانو د زور او لاسونو نه به درله خلاصون درکړم.“


اے بادشاه سلامت، خو کۀ چرې هغه مونږ ستا نه بچ هم نۀ کړى، خو تۀ په دې پوهه شه چې مونږ به نۀ ستا د معبودانو عبادت او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت وکړُو کومه چې تا ودرولې ده.“


سمدستى په حېرانتيا سره نبوکدنضر راپاڅېدو او هغۀ د خپلو مشيرانو نه تپوس وکړو، ”ولې مونږ درې کسان نۀ وُو تړلى او په دې بټۍ کښې مو نۀ وُو غورزولى څۀ؟“ په جواب کښې هغوئ ورته ووئيل چې، ”آو جې، اے بادشاه سلامت.“


نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثنا‌ء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د ‎پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى.


بادشاه په دې بې‌حده خوشحاله شو او حکم يې وکړو چې دانيال د غار نه راوباسئ. او کله چې يې دانيال رابهر کړو، نو په هغۀ يو زخم هم نۀ وو، ځکه چې د هغۀ په خپل خُدائ پاک باور وو.


کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“


فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.


خو پولوس مار اور ته وغورزولو او څۀ نقصان ورته ونۀ رسېدلو.


خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح.


نو بيا تاسو له څوک نقصان درکولے شى کۀ چرې تاسو د نېک کارونو خواهشمند يئ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan