Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 خو د بادشاه حکم ډېر زورَور وو او بټۍ ډېره زياته ګرمه شوې وه نو ځکه د اور شغلو هغه فوجيان وسوزول او مړۀ يې کړل چا چې شدرک، ميشک او عبدنجو د اور په بټۍ کښې وغورزول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:22
10 Iomraidhean Croise  

او هغه روان شو او د هغه پېغمبر لاش يې وليدو چې په سړک پروت وو، چې خر او زمرے تر اوسه پورې ورسره ولاړ وُو، ازمرى نۀ لاش خوړلے وو او نۀ يې په خر حمله کړې وه.


مِصريانو په بنى اِسرائيلو زور راوړو چې زر زر د هغه مُلک نه ووځى، دوئ ووئيل، ”کۀ تاسو لاړ نۀ شئ نو مونږ به ټول مړۀ شُو.“


صادق سړے د تکليفونو نه خلاص وى، او دا تکليفونه د هغوئ په ځائ په بدعمله خلقو باندې راځى.


د صادقانو په ځائ بدکاران سزاوار شو، او د هغوئ په ځائ د نافرمانو فديه ورکړے شوه.


هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو.


هغۀ د بادشاه د آفسر نه تپوس وکړو چې، ”بادشاه دومره سخت فرمان ولې جارى کړے دے؟“ بيا د بادشاه آفسر اريوک دانيال ته ټوله قيصه بيان کړه.


بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.


نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.


کله چې هيروديس هغه ښۀ ولټولو او پېدا يې نۀ کړو، بيا هغۀ د سپاهيانو نه بيان واخستو او د هغوئ د وژلو حُکم يې ورکړو. د دې نه پس هيروديس د يهوديه نه لاړو او د څۀ وخت دپاره په قيصريه کښې پاتې شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan