Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو بيا هغوئ هغه درې واړه کسان د خپلو قميصونو، پرتوګونو، چوغو او پټکو سره وتړل او د اور لمبو ته يې په بټۍ کښې وروغورزول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:21
6 Iomraidhean Croise  

نو يوسف يې ونيولو او په هغه قېدخانه کښې يې بند کړو چرته به چې د بادشاه قېديان قېد کولے شول او هغه هلته په قېدخانه کښې وو.


ځکه چې د هغوئ په وجه به، د يهوداه نه ټول جلاوطن شوى خلق څوک چې په بابل کښې قېديان دى هغوئ به داسې ښېرې کوى، مالِک خُدائ دې تاسو سره د صدقياه او اخى‌اب په شان کار وکړى څوک چې د بابل بادشاه په اور کښې سوزولى وُو.


او هغۀ په خپل فوج کښې څو تکړه کسانو ته حکم وکړو چې شدرک، ميشک او عبدنجو کلک وتړئ او په بټۍ کښې يې د اور لمبو ته وغورزوئ.


نو بيا لوئ آفسران، سرکارى کسان، حکمرانان، او مشيران د هغوئ نه ګېرچاپېره راټول شول او وې ليدل چې اور بلکل د هغوئ بدن ته څۀ نقصان نۀ دے ورکړے، او نۀ د هغوئ د سر وېښتۀ راګونجى شوى دى، او د هغوئ چُوغې هم نۀ دى سوزېدلې، او د هغوئ د بدن نه د اور بوئ هم نۀ تلو.


هر هغه څوک چې عبادت او سجده ونۀ کړى نو هغه به سمدستى د اور په لمبه بټۍ کښې وغورزولے شى.“


دوئ به د اور بټۍ ته وغورزوى يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan