Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:15
25 Iomraidhean Croise  

د دې ټولو مُلکونو خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د بادشاه نه بچ کړے دے څۀ؟ نو مالِک خُدائ به يروشلم زما نه څنګه بچ کړى؟“


اوس زۀ تا ته سوال کوم چې د هغوئ ګناه معاف کړه، خو کۀ تا داسې ونۀ کړل، نو بيا تۀ زما نوم د هغه کِتاب نه وران کړه چې په هغې کښې دې د خپلو خلقو نومونه ليکلى دى.“


خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم او بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، او نۀ به بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم.“


تا چا پورې خندا وکړه او د چا بې‌عزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.


بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“


کۀ چرې تاسو ما ته زما خوب ونۀ وايئ، نو بيا تاسو دپاره صرف يوه سزا ده. تاسو دا صلاح کړې ده چې ما ګمراه کړئ او راته دروغ ووايئ او ما دوکه کړئ، او تاسو دا اُميد ساتئ چې زما سوچ به بدل شى. نو بيا تاسو ما ته زما خوب ووايئ، او بيا زۀ به په دې پوهه شم چې تاسو يې ما ته تعبير هم راکولے شئ.“


اے بادشاه کۀ چرې مونږ د بل شوې اور بټۍ ته وغورزولے شُو، نو د کوم خُدائ پاک چې مونږ خِدمت کوُو هغه دا کولے شى چې مونږ د هغې نه وساتى، او هغه به مونږ ستا د لاسونو نه بچ کړى.


نو بيا بادشاه حکم وکړو، او هغوئ دانيال راوستلو او هغه يې د زمرو په غار کښې وروغورزولو. بادشاه دانيال ته ووئيل چې، ”ستا خُدائ پاک د کوم چې تۀ په وفادارۍ خِدمت کوې، هغه دې تا له خلاصون درکړى.“


نو کله چې هغه غار ته نزدې ورورسېدو، نو هغۀ دانيال ته په غمژن آواز سره آواز ورکړو، ”اے دانياله، د ژوندى خُدائ خِدمت کوونکيه، ولې ستا خُدائ پاک د چا چې تۀ په وفادارۍ سره عبادت کوې، هغۀ دا وکړے شو چې تا د زمرو نه بچ کړى؟“


خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى.


د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“


خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى.


کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ.


کۀ په راتلونکى موسم کښې يې مېوه ونيوله نو ډېر ښۀ، ګنې بيا يې د بېخه وباسه.“


خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.


خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.


او په جرګه کښې ناستو ټولو خلقو ستِفانوس ته نېغ کتل او هغوئ وليدل چې د هغۀ مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan