Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 نو بيا نبوکدنضر هغوئ ته ووئيل، ”شدرک، ميشک او عبدنجو ولې دا خبره رښتيا ده چې تاسو زما د معبودانو خِدمت او د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت نۀ کوئ کومه چې ما ودرولې ده؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:14
5 Iomraidhean Croise  

د بابل د معبودانو بيل او نبو سرونه ښکته وُو کله چې دوئ راکوز کړے شول، او اوس هغه په ځناورو باندې بار دى، چې د ستړى شوو ځناورو دپاره بوج دے.


”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.


نبوکدنضر بادشاه يوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه چې لس کم سل فټه اوچته او نهۀ فټه پلنه وه، او هغۀ هغه د بابل په صوبه کښې د دُورا په مېدان کښې ودروله.


خو آخر دانيال زما حضور ته راغلو، او ما ورته خپل خوب بيان کړو. مقدسو معبودانو ورته خاص طاقت ورکړے وو، او ما په هغۀ باندې د خپل معبود بيلطشضر نوم کېښودو. او د معبودانو روح په هغۀ کښې وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan