Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 3:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 او هر څوک چې دې مجسمې ته سجده ونۀ کړى او د هغې عبادت ونۀ کړى، نو هغه به د بل شوې اور بټۍ ته ضرور وغورزولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 3:11
6 Iomraidhean Croise  

اے بادشاه سلامت، تاسو يو فرمان جارى کړے دے، هغه دا چې هر څوک چې د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورى هغوئ دې د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړى او د هغې عبادت دې وکړى.


خو اے بادشاه سلامت، دلته يو څو يهوديان دى څوک چې تا د بابل په صوبې باندې مشران مقرر کړى دى، شدرک، ميشک او عبدنجو، څوک چې تا له توجو نۀ درکوى. نۀ هغوئ ستا د معبودانو خِدمت کوى او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت کوى کومه چې تا ودرولې ده.“


هر هغه څوک چې عبادت او سجده ونۀ کړى نو هغه به سمدستى د اور په لمبه بټۍ کښې وغورزولے شى.“


بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“


مونږ د ټول مُلک شاهى وزيران، آفسران، مشيران، مشران او حاکمان په دې راضى شوى يُو چې بادشاه دې يو فرمان جارى کړى او په سختۍ سره دې په هغې عمل وکړے شى چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر څوک چې هم ستا نه بغېر د بل معبود يا انسان عبادت وکړى، نو هغه دې د زمرو په غار کښې واچولے شى.


چې، ”مونږ جيل مکمل بند او محافظان په دروازو کښې په خپلو ځايونو ولاړ وليدل خو کله چې مونږ دروازه کولاو کړه نو دننه په کښې څوک هم نۀ وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan