دانيال 2:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 کۀ چرې تاسو ما ته زما خوب ونۀ وايئ، نو بيا تاسو دپاره صرف يوه سزا ده. تاسو دا صلاح کړې ده چې ما ګمراه کړئ او راته دروغ ووايئ او ما دوکه کړئ، او تاسو دا اُميد ساتئ چې زما سوچ به بدل شى. نو بيا تاسو ما ته زما خوب ووايئ، او بيا زۀ به په دې پوهه شم چې تاسو يې ما ته تعبير هم راکولے شئ.“ Faic an caibideil |
”کۀ هر څوک، سړے يا ښځه، د دعوت نه بغېر دننه د بادشاه دربار ته لاړ شى، نو هغه کس به وژلے شى، دا يو قانون دے، د بادشاه د مشيرانو نه واخله په صُوبو کښې د خلقو پورې هر يو کس د دې نه خبر دے. د دې قانون نه د بچ کېدو صِرف يوه لار ده، کۀ بادشاه يو کس ته خپله د سرو زرو امسا اوږده کړى، نو د هغه کس ژوند به بچ شى. خو د دې يوه مياشت وشوه چې بادشاه زۀ راغوښتے نۀ يم.“
اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“