Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو کۀ تاسو ما ته زما خوب ووايئ او بيا د هغې تعبير راته ووايئ، نو زۀ به تاسو ته تحفې، انعامونه او لوئ عزت درکړم. اوس تاسو ما ته زما خوب ووايئ او هغه راته تعبير کړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 2:6
8 Iomraidhean Croise  

بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو.


نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.


نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“


زۀ به تا له لوئ اِنعام درکړم او چې تۀ څۀ هم وائې نو زۀ به يې کوم. خو لږ راشه او په دې خلقو زما د خاطره لعنت ووايه.“


بلق هغۀ ته ووئيل، ”ما چې په وړومبى ځل تۀ راوغوښتلې نو ولې رانۀ غلې؟ ستا خيال دا وو څۀ چې زۀ تا له اِنعام نۀ شم درکولے؟“


نو د موآبيانو او ميديانيانو مشرانو د لعنت غوښتلو قيمت واخستلو او بلعام له لاړل او د بلق پېغام يې ورته واورولو.


نو ورک شه او خپل کور ته لاړ شه. زما خيال دا وو چې اِنعام به درکړم، خو مالِک خُدائ دا اِنعام ستا په قسمت کښې نۀ دے ليکلے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan