Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 2:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 نو د دانيال په خواست سره بادشاه شدرک، ميشک، او عبدنجو د بابل د صوبې په انتظاميه کښې آفسران مقرر کړل، او په خپله دانيال په شاهى دربار کښې پاتې شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 2:49
12 Iomraidhean Croise  

په دې دوران کښې بادشاه مردکى د محل آفسر مقرر کړے وو.


په هغه وخت کښې چې مردکى په محل کښې دفتر ونيولو، بِګتان او ترش، د محل دوه هغه خصيانو کومو چې د اخسويرس بادشاه کوټو ته د ننوتلو د ځائ څوکيدارى کوله، هغوئ د بادشاه خِلاف شول او د هغۀ د وژلو منصوبه يې جوړه کړه.


بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ، خو مردکى يې عزت نۀ کولو او نۀ ورته ټيټېدو.


کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى.


د يروشلم د نيولو نه وروستو، د بابل د بادشاه ټول فوجى آفسران د ښار د مينځنۍ دروازې سره خپله ډېره واچوله چې په هغوئ کښې نرګل‌شراضر د سمګر، او نيبو‌سرسکيم سر لښکر، او نرګل‌شراضر د بادشاه مشاور، او نور ټول آفسران شامل وُو.


نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.


هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو.


نو بيا دانيال خپل کور ته واپس لاړو او ټوله قيصه يې خپلو ملګرو حننياه، ميشائيل، او عزرياه ته بيان کړه.


نبوکدنضر بادشاه يوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه چې لس کم سل فټه اوچته او نهۀ فټه پلنه وه، او هغۀ هغه د بابل په صوبه کښې د دُورا په مېدان کښې ودروله.


بادشاه دانيال او دوه نور کسان په دې آفسرانو سر پرست مقرر کړل چې په آفسرانو او د بادشاه په ګټو باندې نظر وساتى.


د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan