دانيال 2:41 - Pakistani Yousafzai Pashto41 لکه څنګه چې تا وليدل چې د هغې د پښو او ګوتو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې خاورې نه جوړه وه نو دا به جدا شوے بادشاهت وى، خو بيا به هم په کښې څۀ نا څۀ د اوسپنې زور پاتې وى، څنګه چې تا اوسپنه خاورې سره يوځائ وليدله. Faic an caibideil |
د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.