دانيال 2:40 - Pakistani Yousafzai Pashto40 په آخر کښې به بيا څلورمه بادشاهى راشى چې د اوسپنې په شان به مضبوطه وى ځکه چې اوسپنه هر څۀ ماتوى او ټوټه ټوټه کوى، نو بيا څنګه چې اوسپنه څيزونه ټوټه ټوټه کوى نو داسې به هغه نور ټول مات او ټوټه ټوټه کړى. Faic an caibideil |
د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.