دانيال 2:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“ Faic an caibideil |
نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.