دانيال 2:37 - Pakistani Yousafzai Pashto37 تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے. Faic an caibideil |
نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.