3 هغۀ دوئ ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے کوم چې زۀ ډېر پرېشانه کړے يم او زۀ غواړم چې په دې پوهه شم چې د دې خوب څۀ مطلب دے.“
هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“
فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے او هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبونو پوهېږې او تعبير يې ښودلے شې.“
سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.
د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډوډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو.
ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.