25 نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“
فِرعون يوسف راوغوښتو او هغه فوراً د قېدخانې نه راوستے شو. چې هغۀ د سر او ږيرې وېښتۀ کل کړل او جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو.
ډېر جلاوطن شوى کسان د بابل صُوبې نه لاړل او يروشلم او يهوداه ته راواپس شول، هر يو خپل ښار ته راغلو. د هغوئ خاندان په بابل کښې د جلاوطنۍ په دوران کښې د هغه وخت نه اوسېدې چې نبوکدنضر بادشاه هغوئ هلته قېديان بوتلى وُو.
د هغه کس په بچ کولو کښې سستى مۀ کوه څوک چې مرګ ته روان کړے شوے وى، او هغه حلالولو ته مۀ پرېږده.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه.
نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟
بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“