20 او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے.
ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.
”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ خپلو خلقو له امن ورکړے دے، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې وه. هغه په خپلو ټولو پَخو وعدو کښې پاتې نۀ دے راغلے کومې يې چې د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه يې کړې وې.
بيا داؤد ټولې قبيلې له حُکم ورکړو، ”د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ.“ نو ټولې غونډې د مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو او هغوئ لاندې ټيټ شول او مالِک خُدائ او بادشاه له يې عزت ورکړو.
د خلقو سره د مشورې کولو نه پس، بادشاه يو څو موسيقارانو له حُکم ورکړو چې هغه چُوغې واغوندى کومې چې هغوئ په خاصو وختونو کښې اغوستې او ورته يې ووئيل چې د لښکر نه مخکښې روان شئ او داسې وايئ، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د هغۀ مينه ابدى ده.“
د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمىاېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“
حِکمت او طاقت د خُدائ پاک سره دى، د هغۀ سره رهنمائى او پوهه شته دے.
مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى، د اوس نه تر ابده پورې.
خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو، په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
زمونږ مالِک خُدائ لوئ او په طاقت کښې زورَور دے، او د هغۀ د پوهې څۀ حد نشته دے.
مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،
ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.
ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.
ولې تۀ دانيال نه ډېر هوښيار يې چې يو راز هم ستا نه پټ نۀ دے؟
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،
او هغوئ په زوره سندرې وئيلې چې، ”هغه ګډُورے چې حلال کړے شو، د دې لائق دے چې ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، جلال او برکت حاصل کړى.“