17 نو بيا دانيال خپل کور ته واپس لاړو او ټوله قيصه يې خپلو ملګرو حننياه، ميشائيل، او عزرياه ته بيان کړه.
دانيال بيا هغه ملازم ته وفرمائيل کوم چې د خصيانو مشر آفسر په دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه مقرر کړے وو،
نو په دې اورېدو سره دانيال سمدستى بادشاه له ورغلو او د هغۀ نه يې وخت وغوښتلو، چې دے به ورته د خوب تعبير ورکړى.
خو اے بادشاه سلامت، دلته يو څو يهوديان دى څوک چې تا د بابل په صوبې باندې مشران مقرر کړى دى، شدرک، ميشک او عبدنجو، څوک چې تا له توجو نۀ درکوى. نۀ هغوئ ستا د معبودانو خِدمت کوى او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت کوى کومه چې تا ودرولې ده.“
نو په دې وجه زۀ دا حکم جارى کوم چې د ټولو خلقو او قومونو او د هرې ژبې خلق کۀ چرې هغوئ د شدرک، ميشک او عبدنجو د خُدائ پاک خلاف څۀ ووائى نو هغوئ به ټوټې ټوټې شى او د هغوئ کورونه به تباه کړے شى، ځکه چې بل يو معبود هم داسې نشته چې څوک داسې بچ کړى.“