Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هرکله چې اريوک د بادشاه د محافظانو مشر، د بابل د هوښيارانو قتلولو پسې ووتو نو دانيال په ډېر هوښيارتيا او تميز د هغۀ سره خبرې وکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 2:14
8 Iomraidhean Croise  

په دې دوران کښې، سوداګرو يوسف په مِصر کښې، د فِرعون په يو آفسر، فوطيفار باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د فوجيانو مشر وو.


بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې بابل ته بنديوان بوتلل.


د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ په نولسم کال د بابل د بادشاه نبوکدنضر، شاهى کمانډر نبوزردان چې د شاهى فوج مشر وو، يروشلم ته راغلو.


او د بابل ټولو فوجيانو د شاهى کمانډر په مشرۍ کښې د يروشلم د ښار ګېرچاپېره دېوالونه راوغورزول.


هغۀ د بادشاه د آفسر نه تپوس وکړو چې، ”بادشاه دومره سخت فرمان ولې جارى کړے دے؟“ بيا د بادشاه آفسر اريوک دانيال ته ټوله قيصه بيان کړه.


نو بيا دانيال اريوک له لاړو، څوک چې بادشاه د بابل د هوښيارانو د قتلولو دپاره مقرر کړے وو، ”د بابل هوښيار خلق مۀ قتلوه. ما بادشاه له بوځه، او زۀ به د هغۀ خوب تعبير هغۀ ته ورکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan