Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 2:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 بادشاه چې کله دا واورېدل نو په دې هغه ډېر زيات په قهر شو او حکم يې وکړو چې د بابل ټول هوښياران او پوهان دې قتل کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 2:12
14 Iomraidhean Croise  

په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


د بادشاه غضب د مرګ پېغام دے، خو هوښيار انسان به د هغۀ قهر سړوى.


د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.


د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى.


غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى.


نو بيا دانيال اريوک له لاړو، څوک چې بادشاه د بابل د هوښيارانو د قتلولو دپاره مقرر کړے وو، ”د بابل هوښيار خلق مۀ قتلوه. ما بادشاه له بوځه، او زۀ به د هغۀ خوب تعبير هغۀ ته ورکړم.“


خو بادشاه نجوميانو ته ووئيل، ”ما دا پخه فېصله کړې ده، کۀ چرې تاسو ما ته دا ونۀ وايئ چې زما خوب څنګه وو او تعبير يې نۀ کړئ، نو زۀ به تاسو ټوټه ټوټه کړم او ستاسو کورونه به د خاورو په ډېرو بدل کړم.


نو بيا په دې باندې بادشاه ډېر غصه شو او حکم يې وکړو چې سمدستى شدرک، ميشک، او عبدنجو ما ته حاضر کړئ. نو دا کسان بادشاه له راوستلے شول.


نو بيا نبوکدنضر شدرک، ميشک او عبدنجو ته ډېر سخت غصه شو، او د غصې نه د هغۀ رنګ تک سور شو. او هغۀ حکم وکړو چې هغه د اور بټۍ د پخوا نه اووۀ ځله زياته ګرمه کړئ.


هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو.


هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan