Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 2:1
14 Iomraidhean Croise  

هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى.


يرمياه ته د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ يهويقيم د بادشاهۍ په څلورم کال، د يهوداه د ټولو خلقو په حقله د مالِک خُدائ د طرف نه پېغام ورکړے شو. په هم دغه کال باندې نبوکدنضر د بابل په تخت کښېناستو.


هغۀ دوئ ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے کوم چې زۀ ډېر پرېشانه کړے يم او زۀ غواړم چې په دې پوهه شم چې د دې خوب څۀ مطلب دے.“


زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى.


ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.


نو بيا بيلشضر بادشاه نور هم يرې واخستو او د هغۀ رنګ نور هم زېړ شو. او د هغۀ ټول آفسران هم پرېشانه شول.


نو بيا بادشاه خپل شاهى محل ته واپس شو او هغه شپه يې بې د خوراکه او د هر قسمه عېش عشرت نه بغېر تيره کړه. او هغه ټوله شپه ويښ وو او خوب نۀ ورتلو.


د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل.


زۀ دانيال، د هغه هر څۀ په حقله پرېشانه وم څۀ چې ما ليدلى وُو، او زما رويا زۀ ويرولم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan