8 ما دا هر څۀ واورېدل، خو پوهه پرې نۀ شوم. نو ما ترې تپوس وکړو، ”زما مالِکه، د دې ټولو خبرو به څۀ اَنجام وى؟“
زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“
په هغوئ کښې يو د هغه سړى نه تپوس وکړو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، او څوک چې د اوبو په غاړه ولاړ وو، ”نو دا حېرانېدونکې خبرې به نور په څومره وخت کښې پوره شى؟“
د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“
نو هغۀ جواب راکړو، ”اے دانياله، په خپله لار په آرام سره لاړ شه، ځکه چې تر آخره وخته پورې به کلام بند شى او مهر به پرې لګېدلے وى.
نو بيا ما واورېدل چې يوې مقدسې فرښتې خبرې کولې او بلې مقدسې فرښتې ورته وفرمائيل چې، ”دا کارونه به ترڅو پورې جارى وى کوم چې په رويا کښې وليدلے شُو؟ ترڅو پورې به دا ګناه د روزمره قربانۍ په بدله کښې کيږى؟ ترڅو پورې به آسمانى لښکرې او د مالِک خُدائ کور د پښو لاندې کيږى؟“
خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.
هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.
د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى.