11 د کوم وخت نه چې د روزانه قربانۍ ختمې شوې دى او د تباهۍ ناپاکه بُت اېښودے شوے دے، د هغې نه به دولس سوه او نوى ورځې تېرې شى.
تۀ همېشه دپاره هره ورځ ما ته دوه ګډورى په قربانګاه پېش کوه چې د يو کال وى.
د دې سزا تېرولو نه وروستو بيا دوباره په ښى اړخ د يهوداه د ګناهونو د سزا تېرولو دپاره څمله. نو ما تۀ د څلوېښتو ورځو دپاره مقرر کړې، د يو کال دپاره مې يوه ورځ مقرر کړه.
”مهربانى وکړئ تاسو د خپلو نوکرانو د لسو ورځو دپاره اندازه واخلئ، او مونږ ته د خوراک دپاره سبزۍ او د څښلو دپاره د اوبو نه بغېر بل څۀ مۀ راکوئ.
د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بېحرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى.
هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.
د ماښامونو او سحرونو د قربانيانو کومه رويا چې تا ته ښودلے شوې ده هغه حقيقى ده، خو دا رويا پټه وساته، ځکه چې دا د ډېر لرې مستقبل په حقله ده.“
هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“
او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.
يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)
هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.
خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى.
او ښځه بيابان ته وتښتېدله چرته چې د هغې د ساتنې دپاره خُدائ پاک ځائ تيار کړے وو چې هلته به د هغې د دولسو سوو شپېتو ورځو پورې حفاظت کيږى.
او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو.