د يو لوئ لښکر سره به هغه زور ولګوى او په نرتوب به د جنوب بادشاه په خلاف جنګ وکړى. د جنوب بادشاه به هم د خپل لوئ او طاقتور لښکر سره جنګ وکړى، خو هغه به د شمال د بادشاه په وړاندې د هغه منصوبو په وجه ونۀ دريږى کومې يې چې د هغۀ په خلاف جوړې کړې دى.
په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګاډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.