44 خو بيا به د مشرق او شمال افواګانې هغه پرېشانه کړى، او هغه به په ډېره غصه کښې راوځى چې ډېر خلق تباه او نيست و نابود کړى.
بيا به د جنوب بادشاه په غصه کښې راوځى او د شمال د بادشاه په خلاف به جنګ وکړى، څوک چې به لوئ لښکر تيار کړى خو هغوئ به هم شکست وخورى.
د مغربى سمندر د غاړې کشتۍ به د هغۀ مخالف راشى، او هغه به زړۀ بائيلى. بيا به هغه واپس شى او خپله غصه به د مقدس لوظ په خلقو وباسى. هغه به واپس شى او په هغوئ به مهربان شى څوک چې مقدس لوظ هېروى.
هغه به د مِصر د سرو او سپينو خزانې او ټول دولت قبضه کړى، او ليبيا او ايتهوپيا به هم هغۀ ته تسليم شى.
هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.
او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.
د هغه ټولو يو مقصد دے چې خپل طاقت او اختيار بلا له ورکړى.