43 هغه به د مِصر د سرو او سپينو خزانې او ټول دولت قبضه کړى، او ليبيا او ايتهوپيا به هم هغۀ ته تسليم شى.
چې د هغۀ سره د دولسو سوو جنګى ګاډو لښکر، شپېتۀ زره په آسونو سوارۀ کسان او ډېر فوجيان وُو چې بېشمېره وُو، چې په دې کښې د ليبيا، سکى او د ايتهوپيا فوجيان شامل وُو.
موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.
د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.
هغه به خپل حکومت په ډېرو مُلکونو ومنى، او مِصر به ترې هم خلاص نۀ شى.
خو بيا به د مشرق او شمال افواګانې هغه پرېشانه کړى، او هغه به په ډېره غصه کښې راوځى چې ډېر خلق تباه او نيست و نابود کړى.
ايتهوپيا او مِصر د دې لامحدوده زور وو، فوط او ليبيا د دې اِتحاديان وُو.
برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.