ما ته پته ولګېده چې خلق يرېدلى وُو، نو ما هغوئ، او د هغوئ مشرانو او آفسرانو ته ووئيل، ”زمونږ د دشمنانو نه مۀ يرېږئ. ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ډېر لوئ او يروونکے دے او ستاسو وطندارانو، ستاسو زامنو، لوڼو، ښځو او ستاسو د کورونو دپاره جنګ وکړى.“
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى.