28 د شمال بادشاه به ډېر دولت سره خپل مُلک ته واپس شى، خو د هغۀ زړۀ به د مقدس لوظ خلاف شى. هغه به دې ته نقصان ورسوى او بيا به خپل مُلک ته واپس لاړ شى.
نو دواړه بادشاهان به د شېطانۍ نه ډکو زړونو سره په يو مېز کښېنى او يو بل ته به دروغ ووائى، خو يو به هم کامياب نۀ شى ځکه چې خاتمه به بيا هم په خپل مقرر وخت راشى.
هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى.